Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین کې سېلاب له ۳۰۰ زیات کسان مړه کړي

د چین د هینان ایالت په ژانګ‌ژو ښار کې د تېرې جولای میاشتې په لړ کې د راوتلو سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۳۰۲ کسانو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې تېره اوونۍ دا شمېر ۹۹ تنه وو، چې اوس درې برابره زیاتوالی ښيي.

په ژانګ‌ژو ښار کې چې شاوخوا ۱۲ میلیونه خلک اوسېږي، د وروستیو سېلابونو له کبله د مړه شویو کسانو شمېر ۲۹۲ تنو ته رسېدلی. په مړه شویو کسانو کې ۱۴ پر لاره تلونکي خلک وو، چې د سېلاب اوبو ډوب کړي دي.

تېره جولای میاشت کې درې ورځو کې د چین په ژانګ‌ژو ایالت کې تر سختو بارانونو وروسته سېلابونه راوتلي وو.

د هینان ایالت چارواکو پرون دوشنبه ویلي، چې ۵۰ کسان لا هم ورک دي، چې له منځه یې ۴۷ تنه د ژانګ‌ژو ښار خلک دي.

د چین په هینان ایالت کې دې سېلابونو شاوخوا ۱۸ میلیارده ډالر اقتصادي تاوان اړولی او ۵۸۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه اوبو وړې ده.

د چین د دولتي خبري اژانس شینهوا د رپوټ پر بنسټ، حکومتي شورا په ژانګ‌ژو ښار کې د وروستیو سېلابونو په هکله د څېړنې لپاره یو پلاوی برابر کړی او که چېرې مسوولانو بې‌غوري کړي وي، نو د چارواکو په وینا پوښتنه به ترې کېږي.

چین کې سېلاب له ۳۰۰ زیات کسان مړه کړي

په ژانګ‌ژو ښار کې چې شاوخوا ۱۲ میلیونه خلک اوسېږي، د وروستیو سېلابونو له کبله د مړه شویو کسانو شمېر ۲۹۲ تنو ته رسېدلی.

Thumbnail

د چین د هینان ایالت په ژانګ‌ژو ښار کې د تېرې جولای میاشتې په لړ کې د راوتلو سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۳۰۲ کسانو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې تېره اوونۍ دا شمېر ۹۹ تنه وو، چې اوس درې برابره زیاتوالی ښيي.

په ژانګ‌ژو ښار کې چې شاوخوا ۱۲ میلیونه خلک اوسېږي، د وروستیو سېلابونو له کبله د مړه شویو کسانو شمېر ۲۹۲ تنو ته رسېدلی. په مړه شویو کسانو کې ۱۴ پر لاره تلونکي خلک وو، چې د سېلاب اوبو ډوب کړي دي.

تېره جولای میاشت کې درې ورځو کې د چین په ژانګ‌ژو ایالت کې تر سختو بارانونو وروسته سېلابونه راوتلي وو.

د هینان ایالت چارواکو پرون دوشنبه ویلي، چې ۵۰ کسان لا هم ورک دي، چې له منځه یې ۴۷ تنه د ژانګ‌ژو ښار خلک دي.

د چین په هینان ایالت کې دې سېلابونو شاوخوا ۱۸ میلیارده ډالر اقتصادي تاوان اړولی او ۵۸۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه اوبو وړې ده.

د چین د دولتي خبري اژانس شینهوا د رپوټ پر بنسټ، حکومتي شورا په ژانګ‌ژو ښار کې د وروستیو سېلابونو په هکله د څېړنې لپاره یو پلاوی برابر کړی او که چېرې مسوولانو بې‌غوري کړي وي، نو د چارواکو په وینا پوښتنه به ترې کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه