د یونان چارواکو نن چهارشنبه خلکو ته ویلي، چې خپلو کورونو کې پاتې شي، ځکه چې د اتن ښار شمال کې، اسمان کې لا هم د اور لمبې پورته دي.
د پرانیټا په غره کې له ۵۰۰ زیات اور وژونکي د اور په مړه کولو بوخت دي، چې ۹ چورلکې، پینځه الوتکې، پولیس او پوځ هم ورسره دي.
د اور وژونکې ډلې یوه مسوول ویلي: "د اور لمبې لا هم پورته دي. ډېره سیمه یې نیولې. سیمه یې خورا توده کړې. "
چارواکو خلکو ته ویلي، چې د خپلو کورونو کړکۍ دې بندې وساتي او له کورونو دې نه وځي، ځکه چې د اور د لمبو ذرې زیان وررسولی شي.
سیمه کې د تودوخې درجه له ۴۰ پورته ده، د چاپیریال ساتنې د ادارې مرستیال ویلي، چې د نن ورځې د باد له کبله ښایي ګرمي ډېره نه وي.
د دې اورلګېدنې له کبله د تلفاتو لا څه نهدي ویل شوي.
د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میټسوټاکیس ویلي نن ویلي: "د خدای شکر دی، چې موږ ته د سر هېڅ زیان نه دی اوښتی. "
تر اورلګېدنې وروسته، دا هڅه وشوه، چې ځینو لویو ښارونو سره پرې شوې برېښنا بېرته وصل شي.
سږکال په دوبي کې اروپا د هوا له کبله ستونزو کې ده؛ شمال کې یې تر سختو سېلابونو بیا په ځینو سیمو کې تر ګرمۍ او اور لګېدنې.
په دې اړه مو اندونه