Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران پر یوې تېلي بېړۍ برید کې لاس لرل رد کړل

ایران پرون (شنبه د زمري په ۱۶ مه) وویل، چې د عمان سواحلو کې د "مېرسر سټریټ" تېل وړونکې بېړۍ باندې یې برید نه‌دی کړی او تهران د منځني ختیځ د اوبو لا امنیت ټینګوي.  

له اقتصادي اړخه، د "جي اوه" ځواکمنو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو وړمه ورځ وویل، چې ایران د نړۍ سوله او امنیت ګواښي او داسې اسناد شته چې یوه اوونۍ وړاندې یې د عمان سواحلو کې پر تېلي بېړۍ برید کړی دی.

د ایران دولتي رسنیو د ایران د وسله‌وال پوځ د ویاند ابوالفضل ښکارچي په وینا لیکلي، چې:" که وغواړو دوښمنانو سره مقابله وکړو... موږ یې ښکاره وایوو، نو پر دې بنسټ د دوښمنانو د وروستیو داستانونو لیکل، رواني عملیات دي."

د ایران دولتي رسنیو ویلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده د جي اوه هېوادونو دغه بیان "بې‌بنسټه" یاد کړی.

خطیب‌زاده ویلي: "د پام وړ خبره ده، چې دا پېښه د ایران د نوي ولسمشر تر لوړې یوازې څو ورځې وړاندې وشوه. "

د عمان په سواحلو کې یوه برید کې چې ګومان کېږي د بې‌پیلوټه الوتکې به وو، یوه تېلي بېړۍ باندې برید کې یو برېټانیوی او یو رومانیایی کارکوونکی وژل شوي.

شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د عمان په سواحلو کې پر "مېرسر سټریټ" تېل وړونکې بېړۍ برید وشو، چې اسراییلو اداره کوله.

شریک یي کړئ