Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان کوټه کې چاودنې دوه پولیس وژلي ۱۲ تنه یې ټپیان کړي

پرون ماښام (یکشنبه د زمري په ۱۷ مه) د پاکستان د بلوچستان ایالت مرکز کوټې ښار سرینا هوټل ته نږدې، چاودنه کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي او ۱۲ تنه ټپیان دي.

بلوچستان کې د دولتي ادارې ویاند لیاقت شاهواني وایي، چې چاودنه د پولیسو پر هغه موټر شوې، چې ۱۵ تنه پولیس په‌کې وو.

شاهواني وایي، چې په ژوبلو کې شپږ تنه ملکي کسان هم دي او چاودېدونکي مواد یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو.

د پولیسو یوه چارواکي ازهر اکرام د پاکستان جیونیوز ټلوېزیون ته ویلي: "چاودنه هغه مهال وشوه، چې پولیس په دنده کې وو او دوه تنه پولیس وژل شوي."

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د پېښې د څېړنې امر کړی او زیاته کړې یې ده:"ترهګریز برید نه‌شي کولی زموږ د ځواکونو روحیه کمزورې کړي. دا مرکز به د قانون او نظم ساتنې برخه کې د بلوچستان له حکومت پوره ملاتړ وکړي."

تراوسه د چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

د پاکستان د پولیسو چارواکي وایي، چې د کوټې په ښار کې شوې چاودنه، یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو وه.

شریک یي کړئ