Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایران پارلمان د نوي ولسمشر د کابینې اکثره غړي تایید کړل

د ایران پارلمان پرون (چهارشنبه د وږي په درېیمه) د ابراهیم رییسي د کابینې اکثرو غړو ته د تایید رایه ورکړه، هغه کابینه چې پروګرامونه یې تر ډېره د امریکا د بندیزونو د کمولو او د کمزوري اقتصاد سره د مبارزې لپاره دي.

ابراهیم رییسي هغه سختدریځه کس چې یو وخت قاضي وو او د بشري حقونو په نقض هم تورن دی، د روانې اګېسټ میاشتې په پینځمه یې د ایران د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

ایران کې اقتصادي ستونزو ته په کتو، د اکثرو مذهبي خلکو غوښتنه داده، چې کمزوری اقتصاد پیاوړی شي.

په ۲۰۱۸ کاله کې چې امریکا، له لوېدیځ سره د ایران د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړونه ووتله، نو پر ایران یې سخت اقتصادي بندیزونه ولګول.

د رییسي کابینه کې حسین امیر ابداللهیان چې د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند وو، د ایران پارلمان ورته د تایید رایه ورکړه.

باور دادی، چې ابداللهیان له سپاه پاسدارانو سره نژدې اړیکې لري.

ابداللهیان پخوا په بحرین کې د ایران سفیر و – د ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۱۶ کال  پورې د عربي او افریقايي هېوادونو چارو لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال و او دغه راز له ۱۹۹۷ نه تر ۲۰۰۱ کال پورې په عراق کې د ایران د سفارت مرستیال و.

د ایران پارلمان جواد اوجي د نفتو د وزیر په توګه ومانه، خو د ښوونې او روزنې وزارت لپاره نوماند، دې برخه کې د تجربې نه لرلو له کبله رد شو.

همدا راز احمد وحیدي د کورنیو چارو د وزیر په توګه منل شوی.

د ابراهیم رییسي د کابینې ځینې غړي د امریکا او اروپایي ټولنې د بندیزونو په لېسټ کې هم دي.

شریک یي کړئ