Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عمران خان او رییسي تاجکستان کې پر افغانستان خبرې کړي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ایران له ولسمشر ابراهیم رییسي سره، پرون په تاجکستان کې، د شانګهاي همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې کتلي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، چې دې کتنه کې عمران خان او رییسي د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

د اسوشيټډ پریس خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، عمران خان په دې کتنه کې افغانستان کې پر سوله ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې همدا د اسلام‌اباد غوښتنه ده.

عمران خان ټینګار کړی، چې افغانستان کې د امنیتي، بشري او اقتصادي ټیکاو لپاره باید سملاسي ګامونه واخېستل شي.

د پاکستان او ایران د جګپوړو چارواکو دا کتنه داسې مهال ده، چې د تېرې میاشتې زمري په ۲۴ مه طالبان پر افغانستان واکمن شول او اوس له ګاونډیو هېوادونو او نړۍ سره د طالبانو راشه درشه د بحث وړ موضوع ده، خو د ایران او پاکستان په ګډون تراوسه یوه هېواد هم د طالبانو اعلان شوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د اسوشيټډ پریس د رپوټ پر بنسټ، د پاکستان لومړي وزیر ویلي، اسلام‌‌اباد به په افغانستان کې د نوي حکومت د رسیمت پېژندلو یا نه پېژندلو په هکله پرېکړه، نړۍوالې ټولنې سره تر مشورې وروسته وکړي.

وړاندې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي ویلي وو، چې ایران په افغانستان کې له داسې یوه حکومت ملاتړ کوي چې د خلکو د رایو پر بنسټ وي.

د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې، د شانګهاي همکاریو سازمان پرونۍ غونډه کې افغانستان هم له یو له بحثونو وو.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره باید سملاسي ګامونه واخيستل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه