Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان کې دوو چاودنو او ډزو پینځه تنه پاکستاني نظامیان ووژل

رویټرز د امنیتي ځواکونو په حواله لیکلي، چې افغانستان سره د پاکستان کرښې ته نژدې، په درېیو جلا بریدونو کې، درې پوځيان، دوه پولیس وژل شوي او شپږ تنه ملکي کسان ټپیان دي.

د پاکستان پوځ ویلي، چې دوه پوځيان، په حوشاب سیمه کې په ډزو وژل شوي دي او په داسې حال کې چې درېیم پوځي یو بم شنډاوه؛ د همدې بم چاودنې وواژه.

دا له هغې وروسته چې د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو د یوې میاشتې اوربند هم اعلان کړی دی.

خیر پښتونخوا کې د پولیسو یو افسر عبدالصمد خان رویټرز ته ویلي: "دوه پولیس سهار لس بجې لاسي بم چاودنه کې وژل شوي. "

بله پېښه د بلوچستان ایالت د کوټې ښار ته نژدې شوې، چې په‌کې یو پولیس وژل شوی او د یوې پېغلې او درېیو ښځو په ګډون ۶ تنه ملکي کسان ټپیان شوي.

د علي رضا په نوم یوه پولیس افسر ویلي، چې چاودېدونکي مواد یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو او د ګزمې په حال کې پولیس پرې په نښه شوي دي.

د پاکستاني طالبانو یوه سیمه‌ییز ویاند دې بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې اوربند ته ژمن دي.

خیبر پښتونخوا کې کرښې ته نژدې وسله‌وال برید او بمي چاودنه کې لږ تر لږه پینځه تنه پاکستاني نظامیان وژل شوي دي.

Thumbnail

رویټرز د امنیتي ځواکونو په حواله لیکلي، چې افغانستان سره د پاکستان کرښې ته نژدې، په درېیو جلا بریدونو کې، درې پوځيان، دوه پولیس وژل شوي او شپږ تنه ملکي کسان ټپیان دي.

د پاکستان پوځ ویلي، چې دوه پوځيان، په حوشاب سیمه کې په ډزو وژل شوي دي او په داسې حال کې چې درېیم پوځي یو بم شنډاوه؛ د همدې بم چاودنې وواژه.

دا له هغې وروسته چې د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو د یوې میاشتې اوربند هم اعلان کړی دی.

خیر پښتونخوا کې د پولیسو یو افسر عبدالصمد خان رویټرز ته ویلي: "دوه پولیس سهار لس بجې لاسي بم چاودنه کې وژل شوي. "

بله پېښه د بلوچستان ایالت د کوټې ښار ته نژدې شوې، چې په‌کې یو پولیس وژل شوی او د یوې پېغلې او درېیو ښځو په ګډون ۶ تنه ملکي کسان ټپیان شوي.

د علي رضا په نوم یوه پولیس افسر ویلي، چې چاودېدونکي مواد یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو او د ګزمې په حال کې پولیس پرې په نښه شوي دي.

د پاکستاني طالبانو یوه سیمه‌ییز ویاند دې بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې اوربند ته ژمن دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه