Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند ته د پوتین سفر؛ بحث د پوځي همکاریو پر پیاوړتیا متمرکز دی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي نن سره په نوي ډيلي کې ولیدل، دغه لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي اړیکو پر پیاوړتیا بحث او خبرې اترې شوې دي.

هند ته د روسیې د ولسمشر سفر په داسې حال کې کېږي چې هند له امریکې سره د خپلو اړیکو د انډو برابرولو په هڅه کې دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باغچي ویلي دي چې کلنۍ اجنډا کې سیاسي او دفاغي مسایل شامل وي او تمه کطږی چې دواړه هېوادونه په بېلابېلو برخو کې له هغې ډلې په دفاعي او سوداګرۍ برخو کې څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.

هند او روسیه هغه دوه هېوادونه ده چې په تېر کې یې هم سره نږدې اړیکې لرلې دي، خو په دې وروستیو کې هند امریکا ته هم نږدې شوی دی چې هغه له چین سره د مقابلې لپاره حیاتي ګڼي. هند او چین څو میاشتې د لاداخ په ختیځ سیمه کې د سرحدي پولې په اوږدو کې سره، هغه ځای چې هلته مرګونې نښتې شوې دي، پوځي بندون درلود.

هند او روسیه د یوه ۱۰ کلن پوځي هوکړه لیک د لاسلیک د مذاکرې په حال کې دي چې دغه هوکړه لیک هند ته د نویو پوځي ټکنالوژیو لېږد زمینه برابروي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه