د امریکا په کنټاکي ایالت او ځینو سویلي او لوېدیځو برخو کې د تېز توپان او بړبوکيو له کبله نږدې ۱۰۰ کسان مړه شوي او تر څنګ یې ډېر شمېر کورونه او ودانۍ هم ویجاړې شوې دي.
رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې زیاته کړې چې دې بړبوکیو ډېر زیان اړولی او ښايي د تلفاتو شمېر له دې هم واوړي.
د کنټاکي ایالت والي انډي بېشیر له توپاني بړبوکیو وروسته په یو خبري ناسته کې د اوښتو زیانونو په اړه وویل چې تر دې مهاله یې دا ډول ویجاړۍ نه وې لېدلې.
نوموړي ویلي: «ما تر اوسه پورې دا ډول ویجاړۍ نه وې لېدلې او په کلماتو یې بیانول زما ستونزمنه ده.»
د کنټاکي ایالت والي دا توپاني بړبوکۍ د دې ایالت په تاریخ کې کمسارې زیان اړونکې وبللې.
نوموړي همداراز زیاته کړې چې په دې ایالت کې د شمعې یوې کارخونې ته هم زیان رسېدلی او له ۱۱۰ کارګرانو څخه یې ۴۰ تنه ژغورل شوي.
د کنټالي والي د پاتې کاګرانو په اړه وویل، ښايي نور کارګران تر ویجاړو شویو ځایونو لاندې وي او ژوندي پاتې کېدل به یې یوه بېسارې پېښه وي.
بلخوا د کنټالي ایالت چارواکي وايي، د وضعیت د ښهوالي لپاره یې په ځپل شویو ځایونو کې د مرستې په موخه د ملي ساتنې ۱۸۹ ساتونکي ځای پر ځای کړي، څو وضعیت عادي حالت ته راوګرځوي.
په دې اړه مو اندونه