Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په جاپان کې د اورلګېدنې له امله ۲۷ تنه مړه شوي دي

د جمعې په ورځ د جاپان په اوساکا ښار کې د رواني ناروغیو په یوه مرکز کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه شوي دي.

رویټرز د جاپاني رسنیو په حواله ویلي چې پولیسو د اور په اړه پلټنې پیل کړي او احتمال لري چې دا قصدي وي.

په ورته وخت کې، د اوساکا د اور وژنې څانګې یوه چارواکي رویټرز ته تایید کړه چې ۲۷ کسان وژل شوي او زیاته یې کړه چې یو کس ټپي شوی دی.

راپور وايي، اور د جمعې په ورځ (د جاپان پر وخت) سهار لس بجې پیل شو او د اور وژنې ډلې له نیم ساعت وروسته اور په بشپړه توګه کابو کړ.

دا روان درملنې دغه مرکز د یوې ودانۍ په څلورم پوړ کې موقعیت درلود. چې هلته د ښکلا یو مرکز، د جامو پلورنځی او د انګلیسي ژبې د روزنې مرکز هم وو.

په ۲۰۱۹ کې، په کیوتو کې د انیمیشن په یوه مرکز کې په قصدي ډول اور لګیدنې ۳۰ کسان ووژل او په سلګونو نور یې ټپیان کړل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه