Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ترکیې په بازارونو کې د ډالرو په وړاندې د لېرې دبیې لوړېدل

د رویټزر خبري اژانس رپوټ ورکړی دی چې د جمعې په ورځ د ترکیې لېرې په تېرې یوې اوونۍ کې ښه وضعیت کچ کړی او د هغه ارزښت یې د تېرو ورځو پرتله ۵۰ سلنه لوړ شوی دی.

په بازارونو کې د ترکیې دولت له خوا د مېلیاردونو ډالرو تزریق او د ځينو ځانګړو حسابونو د جبران لپاره د اردوغان وینا، د دې لامل شول چې د لېرې بیه لوړه شي.

د لېرې بیه د پنځمې پرله پسې ورځو لپاره مخ په لوړېدو ده او د جمعې په ورځ یو امریکايي ډالر په څه باندې لس لېرې معامله کېده.

د بانکي ګټې د دوامداره نرخ کمښت او د پړسوب د زیاتوالي وېرې، د دوشنبې په ورځ د یوه ډالر په وړاندې د لېرې بیه ۱۸،۴ ته رسولې وه. خو د دوشنبې ورځې په وروستیو کې د اردوغان د طرحې اعلان دغه بهیر ودروه. د دغې طرحې پر بنسټ د ترکیې د خزانه دارۍ وزارت او مرکزي بانک له بهرنیو اسعارو څخه لېرې ته د بانکي حسابونو اړولو زیان به جبران کړي.

اردوغان په یوه ټلوېزیوني مرکه کې ویلي دي چې د ترکیې خلکو د لېرې په هکله خپل ډاډ ښودلی دی او د کورنۍ ارزې بانکي حسابونو، د ډالرو په وړاندې د دولت د نوې طرحې پر بنسټ ۲۳،۸ مېلیارډ لېرې زیاتوالی موندلی دی.

د ترکیې د مرکزي بانک ریسی ویلي دي چې دغه بانک به په راتلوونکو دوو اوونیو کې له اذربایجان او امارت سره به دوه تړونونه لاسلیک کړي.

د ترکیې دولتي بانکونو د دغې اوونۍ په لومړیو کې د اردوغان د اعلامیې له خپرېدو وروسته په لویه کچه ډالر وپلورل. خو د ترکیې مرکزي بانک تراوسه په دې هکله هېڅ نظر نه دی څرګنده کړی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه