Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له شمالي کوریا سره د سولې په تړاو د سوېلي کوریا د ولسمشر هڅې

د سوېلي کوریا ولسمشر جون جې‌-این چې د ولسمشرۍ دورې وروستۍ میاشتې یې دي، وايي، له شمالي کوریا سره د سولې لپاره وروستۍ هڅې کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دسویلي کوریا ولسمشر ویلي، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پاتې وخت به له شمالي کوریا سره د اړیکو او سولې ته د رسېدو لپاره وکاروي.

سوېلي کوریا داسې مهال له شمالي کوریا سره د سولې خبرو هڅې کوي چې پیونګ‌یانګ تر دې مهاله د سوېلي کوریا ولسمشر د دې اعلان په اړه ځواب نه‌دی ورکړی.

مون په دې اړه وویل: «د سئول دولت د دواړه کوریاګانو تر منځ د اړیکو عادي کېدو لپاره د تل‌پاتې سولې د تر لاسه کېدو پورې هڅه کوي.» هغه همدراز تمه څرګنده کړه چې د سئول حکومت له پیونګ‌یانګ سره خبرو اترو  ته ادامه ورکړي.

مون جې-این له ۲۰۱۸ نه تر ۲۰۱۹ پورې د شمالي کوریا له مشر سره څو ځله ولېدل، خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دورې په وروستیو کې د دواړو کوریاګانو تر منځ خبرې هغه مهال وځنډېدلې چې دواړو هېوادونو د یو بل غوښتنې و نه منلې.

اوس چې د سوېلي کوریا ولسمشر مون جې-این دوره د روان زېږدیز کال په مې میاشت کې پای‌ته رسېږي؛ هڅه کوي چې د دواړو کوریاګانو تر منځ اړیکې ښې شي.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي مون جې-اېن د دواړو کوریاګانو تر منځ د سولې هڅو تر څنګ د سویلي کوریا د پوځي ودې په اړه هم خبر ورکړی او ویلي يې دي چې «پیاوړی امنیت د سولې تر لاسه کول شوني کوي.»

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د سوېلي کوریا ولسمشر ویلي، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پاتې وخت به له شمالي کوریا سره د اړیکو او سولې ته د رسېدو لپاره وکاروي.

Thumbnail

د سوېلي کوریا ولسمشر جون جې‌-این چې د ولسمشرۍ دورې وروستۍ میاشتې یې دي، وايي، له شمالي کوریا سره د سولې لپاره وروستۍ هڅې کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دسویلي کوریا ولسمشر ویلي، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پاتې وخت به له شمالي کوریا سره د اړیکو او سولې ته د رسېدو لپاره وکاروي.

سوېلي کوریا داسې مهال له شمالي کوریا سره د سولې خبرو هڅې کوي چې پیونګ‌یانګ تر دې مهاله د سوېلي کوریا ولسمشر د دې اعلان په اړه ځواب نه‌دی ورکړی.

مون په دې اړه وویل: «د سئول دولت د دواړه کوریاګانو تر منځ د اړیکو عادي کېدو لپاره د تل‌پاتې سولې د تر لاسه کېدو پورې هڅه کوي.» هغه همدراز تمه څرګنده کړه چې د سئول حکومت له پیونګ‌یانګ سره خبرو اترو  ته ادامه ورکړي.

مون جې-این له ۲۰۱۸ نه تر ۲۰۱۹ پورې د شمالي کوریا له مشر سره څو ځله ولېدل، خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دورې په وروستیو کې د دواړو کوریاګانو تر منځ خبرې هغه مهال وځنډېدلې چې دواړو هېوادونو د یو بل غوښتنې و نه منلې.

اوس چې د سوېلي کوریا ولسمشر مون جې-این دوره د روان زېږدیز کال په مې میاشت کې پای‌ته رسېږي؛ هڅه کوي چې د دواړو کوریاګانو تر منځ اړیکې ښې شي.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي مون جې-اېن د دواړو کوریاګانو تر منځ د سولې هڅو تر څنګ د سویلي کوریا د پوځي ودې په اړه هم خبر ورکړی او ویلي يې دي چې «پیاوړی امنیت د سولې تر لاسه کول شوني کوي.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه