Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په نایجریا کې وسله والو غلو ۳۰ تنه وژلي

رویټرز خبري اژانس د نایجریا د زامفارا ایالت د اوسېدونکو او امنیتي سرچینو په حواله رپوټ ورکړی دی چې وسله والو غلو په دغه ایالت کې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژلي او په سیمه کې پر څو کلیو چې په امنیتي کړکېچ کې وو یرغل کړی دی.

بلخوا په ۲۰۲۰ زیږدیز کال په وروستیو کې د نایجریا شمال لوېدیځې برخې د انسان تښتونې ټولو جنایي بریدونو شاهدې وې.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه هېواد دولت د قانون او نظم د خوندیتوب او د اقتصادي وضعیت ښه والي لپاره هڅه کوي.

د دغه رپوټ پر بنسټ د زامفارا ایالت کې د انکا سیمې اوسېدونکو ویلي دي چې پر دغې سیمې په موټرسایکل سپور ۳۰۰ غلو ۱۲:۵ له غرمې وروسته د دغه ایالت پر اتو کلیو برید وکړ او په خورو ورو ډزو یې لاس پورې کړ.

د سیمې یو تن اوسېدونکی ابوبکر بلو چې توانېدلی له دغه بریده ځان وژغوري، په یوه ټلېفوني اړیکه کې رویټرز ته ویلي دي چې وسله والو کسانو ډېری کورونه او هټیو ته اور ورته کړی دی.

د زامفارا یو له هغو ایالتونو دی چې د انسان تښتوونکو له خوا یې ډېر زیان لیدلی دی او د سپټمبر له لومړنیو څخه په مخابراتي کلابندۍ کې دي.

ورته مهال د دغه ایالت امنیتي چارواکو ویلي دي چې د غلو ترمنځ د همغږۍ د له منځه وړلو او له هغوی سره د مقابلې لپاره د امنیتي ځواکونو سره د مرستې لپاره اقدام وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه