د ابوظبۍ پولیس وايي چې په دغه ښار کې په درې ټانکرونو کې د چاودنې او اورلګېدنې له امله درې بهرني وګړي (دوه هندي او یو پاکستان) وژل شوي دي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ابوظبۍ پولیسو تراوسه د ټپيانو د پېژاند په هکله جزیات نه دي ورکړي او ویل کېږي چې د دغې چاودنې د څرنګوالي لپاره یې څېړنې پيل کړې دي.
که څه هم د ابوظبۍ پولیسو چارواکو د دې په هکله چې دغه چاودنه څه ډول او د چا له خوا شوې ده، څه نه دي ویلي؛ خو د اسوشیټډ پرس خبري اژانس رپوټ ورکړی دی چې حوثي ځواکونو له دې پرته چې جزیات ورکړي، ادعا کړې ده چې عربي متحده امارت یې په نښه کړې دي.
ورته مهال ځينو نورو خبري اژانسونو هم رپوټ ورکړی دی چې د ایران تر ملاتړ لاندې حوثي پوځیانو په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې دغې ډلې په عربي متحده اماراتو کې خپل پوځي عملیات پيل کړي دي او په دې هکله به ډېر جزیات ډېر ژر اعلان شي.
په دې اړه مو اندونه