Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وروستیو پنځو کلونو کې د شمالي کوریا تر ټولو ستر توغندويي ازمویښت

رویټرز خبري اژانس پورټ ورکړی دی چې شمالي کوریا تېره ورځ (یکشنبې د سلواغې په ۱۰مه) یو بالیستیک توغندی چې یو وخت یې پر هغه امریکا ګواښلې وه، هوا ته توغولی دی.

بلخوا سوېلي کوریا هم رپوټ ورکړی دی چې دغه ازمویښت د یکشنبې په ورځ د سیمې پر وخت ۷:۵۲ دقیقې د شمالي کوریا په ختیځو سواحلو کې شوی دی.

جاپان، سوېلي کوریا او امریکا متحده ایالاتو د شمالي کوریا د دغه توغندي توغول چې دا په وروستۍ یوې میاشت کې اوم ازمویښت دی غندلی دی.

د (IRBM)بالیستیک توغندي د توغولو رپوټ د لومړي ځل لپاره د یکشنبې په ورځ د سوېلي کوریا او جاپان له خوا ورکړل شو. دا لومړی ځل دی چې له ۲۰۱۷ کال را په دې خوا په دې اندازه ستر توغندی توغول کېږي.

د جاپان او سوېلي کوریا چارواکو اټکل کړی چې دغه توغندی ۲ زره کیلومټري ارتفاع ته رسېدلی دی او د ۳۰ دقیقو او ۸۰۰ کیلومټري واټن پورې یې الوت کړی دی او د جاپان په سنید کې را لوېدلی دی.

ورته مهال د امریکا متحده ایالاتو له شمالي کوریا غوښتي دي چې له بې ثباته کوونکو کړنو ډډه وکړي. 

یوه جګپوړي امریکايي چارواکي په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي دي:«امریکا اندېښمنه ده د شمالي کوریا د توغندیو د ازمویښت زور اخیستنه د اټومي وسلو او د وچې یا براعظم کچ کولو (ICBM) بالستیک توغندیو د ازمویښتونو د بیاپيل لپاره یو ډول ازموینه وي او ژمن شو، چې زموږ متحداتو ته زموږ د ژمنې نامشخص ځواب طراحي شي.»

دغه امریکايي چارواکی په داسې حال کې له کوم شرط پرته له پیونګ یانګ وغوښتل چې مخامخ خبرو اترو ته کېني:«دا یوازې هغه کار نه دی چې هغوی پرون ترسره کړ، بلکې دا واقعیت دی چې په دغې میاشت کې د څو پرله پسې ازموینو په لړ کې ترسره شو.» 

دا په داسې حال کې دی چې ملګرو ملتونو سازمان شمالي کوریا یې د اټومي وسلو او بالسټیک توغندیو له ازمویښت منع کړې او دغه هېواد تر شدیدو بندیزونو لاندې دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه