Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د چین یوه مسافر وړونکې الوتکه له ۱۳۲ سپرلۍ سره پرځېدلې

د رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی دی چې د چین یوه بوینګ ۷۳۷-۸۰۰ ډوله الوتکه له ۱۳۲ سپرلیو سره د چین په سوېلي غرونو کې د ګوانګ شي په سیمه کې تېره ورځ «دوشنبې» لوېدلې ده.

د رسنیو د رپوټونو پر بنسټ، د دغې الوتکې د سپرلیو د ژوندي پاتې کېدو هېڅ نښه نه تر سترګو کېږي.

دغه الوتکه هغه مهال چې په ساعت کې کابو ۸۴۰ کیلومټره سرعت او په ۳۰ زره پای په ارتفاع کې په حرکت کې وه ناڅاپه یې نزولي حالت ونیو او د یوې نیمې دقیقې په موده کې په ځمکه ولګېده.

د چین یو له درې سترو دولتي هوايي چلن کرښو «چایناایسټرن» هوايي شرکت او همدارنګه په اسیا کې یو له سترو هوايي شرکتونو څخه دی.

تراوسه د الوتکې د سقوط لامل روښانه نه دی؛ خو ویل کېږي چې د «چاینا ایسټرن» هوايي شرکت دم کړۍ خپلې دې ته ورته ټولې الوتنې درولې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه