Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عمران خان د نه باور رایې له امله ګوښه کړل شو

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د دغه هېواد د پارلمان د غړو له خوا د نه باور رایې له ترلاسه کولو وروسته، له لومړۍ وزیرۍ ګوښه کړل شو.

رویټرز خبري اژانس په یوه رپوټ کې ویلي دي چې د پاکستان د پارلمان غړو په یوې غونډه کې چې څه باندې ۱۳ ساعته یې دوام وکړ، د ۱۷۴ د نه باور رایو له استفادې سره د عمران خان په ګوښه کولو یې هوکړه وکړه.

ښاغلی خان په داسې حال کې له دغه موقفه لېرې کېږي چې تراوسه په پاکستان کې هېڅ لومړی وزیر د خپلې لومړۍ وزیرۍ دوره پای ته نه ده رسولې.

د پاکستان د پارلمان غړو په هغې غونډه کې چې ټاکل شوې ده د دوشنبې په ورځ جوړه شي، د نوي لومړي وزیر د غوراوي لپاره سلامشورې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې عمران خان مخکې ورځو کې هڅه وکړه چې د پارلمان له انحلال سره د خپلې عدم اعتماد رایې مخنیوی وکړي چې د پاکستان سترې محکمې د پارلمان د انحلال بهیر د اساسي قانون په خلاف وګڼه او په پای کې لومړي وزیر ته د نه باور رایې د ورکړې لپاره غونډه جوړه شوه.

عمران خان چې اوس له دندې ګوښه کړل شوی، امریکا یې د خپلو مخالفانو په ملاتړ تورنه کړې ده او ګواښ یې کړی چې د ګوښه کېدو په صورت کې، نوی دولت په رسمیت نه پېژني.

خو امریکا دغه تورونه رد کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه