Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا له روسیې د تېلو پېرل د هند په ګټه نه بولي

د امریکا ولسمشر جوبایډن د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره په خبرو کې ویلي، د هند له لوري د روسیې د تېلو پېرل د نوي ډهلي په ګټه نه‌دی.

د رویټرز خبري اژانس پر بنسټ، دواړو مشرانو د ویډیوي خبرو پر مهال په اوکراین کې د جګړې دوام، د ملکي وګړو وژنې او د جګړې له کبله د ویجاړیو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاند جن ساکي ویلي، ولسمشر بایډن په څرګند ډول ویلي چې د تېلو واردات ډېرول د هند په ګټه نه‌دي.

امریکا له هرې ممکنه لارې په اوکراین کې د جګړې اوږدېدو په غبرګون کې پر روسیې اقتصادي فشارونه راوړي.

له دې وړاندې هم امریکا د روسیې پر یو شمېر شرکتونو، د دې هېواد د ولسمشر پوتین د کورنۍ پر غړیو او د روسیې پر بهرنیو چارو وزارت ګڼ شمېر اقتصادي بندیزونه لګولي وو.

خو داسې ښکاري چې هند تر دې دمه د امریکا دې وړاندیز ته ځانګړې پاملرنه نه‌ده کړې.

د امریکا ولسمشر جوبایډن او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي له‌دې خبرو وروسته د هند د بهرنیو چارو وزیر په یوې خبري ناسته کې وویل، د هند پر ځای باید پر اروپا ډېر تمرکز وشي. د هند د بهرنیو چار وزیر خبریالانو ته وویل: «د هند د یوې میاشتې د تېلو پېرل د اروپا له نیمې ورځې د پېرلو له کچې څخه هم کم دي.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه