Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین تایوان ته د امریکا د کانګرېس د غړو سفر پاروونکی بللی

تایوان ته د امریکا د کانګرېس د یوه پلاوي د سفر په لړ کې چین د دې هېواد خاورې ته نږدې پوځي تمرینونه کړي او تایوان ته د امریکا د کانګرېس د غړو سفر یې پاروونکی بللی دی.

رویټرز په یوه راپور کې لیکلي، چین د تایوان په پلازمېنې ټایپي کې د امریکا د کانګرېس د غړو د حضور په غبرګون کې د یوې اعلامیې له لارې لیکلي، د چین پوځي تمرینات د تایوان د مسلې په اړه د امریکا د چالونو په ځواب کې ترسره شوي دي.

په دې اعلامیه کې راغلي: «په دې اړه د امریکا نامناسبې کړنې او چالونه په بشپړه توګه ناسم او له ګواښ ډک دي. څوک چې له اور سره لوبې کوي، زیان به ویني.»

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنج‌شنبې په ورځ د امریکا د کانګرېس یو پلاوی په ناڅاپي ډول تایوان ته لاړ او ټاکل شوې نن (جمعه) د تایوان له ولسمشر «تسای اینګ ون» سره هم وګوري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه جلا بیان کې د امریکا د کانګرس د غړو سفر پارونکی بللی او ویلي یې دي چې دا ډول لېدنې به د تایوان په تنګي کې کړکېچ لا پسې زیات کړي.

د چین په سویل کې د تایوان ټاپو چې د خپلواکۍ ادعا کوي، په وروستیو اوونیو کې د چین او متحده ایالاتو تر منځ تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی. چین تایوان د "واحد هېواد" په توګه نه پیژني او د خپلې خاورې برخه یې ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه