سویډن کې د قران کریم د سوځولو له امله د معترضانو او پولیسو ترمنځ د نښتو په لړ کې، د دغه هېواد پولیس اعلان کړی دی چې د نورکوپینګ په ښار کې درې تنه ټپیان شوي دي.
د قران کریم د سوځولو په لړ کې د سویډن په ځينو ښارونو کې په پرله پسې توګه د څلورمې ورځې لپاره ناارامي رامنځته شوې ده.
د سویډن پولیسو په یوې بیاینه کې ویلي دي:«داسې ښکاري چې درې تنه ټپيان شوي دي چې اوس په روغتون کې در ترملنې لاندې دي. درې واړه ټپيان د جرم ترسره کولو په تور نیول شوي دي.»
د سویډن لومړي وزیر ماګدالنا انډرسون په خپل هېواد کې یې تاوتریخوالی غندلی دی.
د سویډن پولیسو د څو ورځو په لړ کې څو ځله له اعتراض کوونکو سره په نښته شوي دي چې په پایله کې ځينې امنیتي ځواکونه هم ټپيان شوي دي او د دغو ځواکونو څو لېږدونکې وسیلې هم سوځول شوې دي.
په دې اړه مو اندونه