Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان په کراچۍ ښار کې ځانمرګی برید یوې ښوونکې کړی دی

پاکستانیو چارواکو د چهار شنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي، پرونی ځانمرګی برید چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې یې درې چینايي وګړي ووژل، د یوې ښوونکې له لورې تر سره شوی. ویل کېږي، دې ښوونکې څو میاشتې وړاندې د دې پوهنتون په ماسټرۍ پروګرام کې نوم‌لیکنه کړې وه.

پرون د پاکستان په کراچۍ ښار کې د کراچۍ پوهنتون د چینايي ژبې او کلتور مرکز انسټیټیوټ «کنفوسیوس» ته څېرمه په یوه ځانمرګي برید کې د دریو چینایانو او یو پاکستاني په ګډون څلور کسان ووژل شول.

دې دېرش کلنې ښځې د دغو څلورو کسانو لېږدوونکي موټر ته نږدې ځانمرګی برید کړی دی.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې مېشتې خپلواکۍ غوښتونکې بلوڅانو پوځ‌ ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. د بېلتونپالو بلوڅانو د ازادۍ ډلې همداراز ویلي، دې ښځې په خپله خوښه دا برید تر سره کړی دی.

دې ډلې له‌دې برید وروسته چین ته خبرداری ورکړی دی چې په پاکستان کې خپلې پروژې ودروي، که‌نه پر چینايي وګړو به دا ډول بریدونه دوام پیدا کړي.

دا سږ کال په پاکستان کې پر چینايي وګړو لومړی برید دی چې تر سره کېږي. په پاکستان کې ځانمرګي بریدونه اوسنۍ خبره نه‌ده، خو دا لومړی ځل دی چې په دې هېواد کې د یوې ښځې له لوري دا ډول برید تر سره کېږي.

بل‌خوا د چین بهرنیو چارو وزارت دا برید په سختو ټکو غندلی او د پاکستان له حکومته یې غوښتنه کړې چې د دا ډول بریدونو مخه ونیسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه