Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسراییلي ځواکونو په جنین کې د الجزیرې خبریاله وژلې

د الجزیرې یوه خبریاله شیرین ابو عاقله نن چهارشنبه سهار مهال د جنین په کډوالو کمپ کې د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې وژل شوې ده.

د الجزیرې شبکه او د مېرمن شیرین یو بل همکار چې په دې پېښه کې ټپی شوی، اسراییلي ځواکونه د دې پېښې مسوول ګڼي.

رویټرز خبري اژانس وايي، د اسراییلو لومړي وزیر نفتالي بېنېټ له دې پېښې وروسته ویلي، د الجزیرې خبریاله ښايي د فلسطینيانو په ډزو کې وژل شوې وي او هغوی یې د دې خبریالې د وژلو مسوول ګڼلي دي.

ورته مهال د فلسطین روغتیا وزارت له دې پېښې وروسته ویلي، شیرین ابو عاقله پر سر په ګولۍ لګېدلې ده. د دې وزارت د اعلامیې له مخې، شیرین ابو عاقله لومړی روغتون ته لېږدول شوې وه، خو د سخت ټپ له کبله د ډاکټرانو هڅو پایله نه‌ده ورکړې.

ویل شوي که څه هم مېرمن شیرین د خبریالانو لپاره د مرمۍ ضد ځانګړی واسکټ هم پر تن او ښکاره کېده چې نوموړې هلته د خبریالې په توګه ورغلې، خو بیا هم په ګولۍ ویشتل شوې ده.

یو فلسطینی خبریال علي السمودي په‌دې پېښه کې هم ټپي شوی دی. هغه رویټرز ته ویلي: «هغوی له موږ غوښتنه و نه کړه چې سیمه پرېښودو او نه یې موږ ته وویل چې انځور اخیستل ودروو، هغوی مستقیم ډزې وکړې چې یوه پر ما او بله پر شیرین ولګېدله.»

د فلسطین د روغتیا وزارت همداراز اعلان کړی چې د چهار شنبې په ورځ د اسراییلي ځواکونو د ډزو پر مهال یو فلسطینی وګړی هم په رام‌الله ښار کې وژل شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه