Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په نیویارک ایالت کې یوه بریدګر ۱۰ تنه په ډزو وژلي

د شنبې په ورځ د نیویارک په بوفالو ښار کې د خوراکي توکو په یوه پلورنځي کې یوه ۱۸ کلن ځوان په ډزو سره لس تنه وژلي او درې تنه نور یې ټپيان کړي دي.

ویل کېږي چې د وژل شویو او پټيان شویو په ډله چې ۱۳ تنه دي ۱۱ تنه یې تور پوستي او دوه تنه یې سپین پوستي دي.

دا پېښه په هغې سیمه کې چې تر ډېره په کې تورپوستي په کې مېشت دي رامنځته شوې ده چې پولیس د هغې انګېزه «توکم پالنه» ګڼلې ده. دغه کس د ډزو لړۍ په ژوندۍ بڼه په انټرنېټ کې خپره کړه.

پولیس ځواکونو د پېښې د جریان په هکله ویلي دي چې هغه لومړۍ د دغه پلورنځي په پارکینګ کې پر درې تنو ډزې وکړئ او وروسته د پلورنځي پر ساتونکي چې یو متقاعد افسر و، ډزې وکړئ.

محکمې د دغې ځوان نوم پیټون جنډرون چې د کونکلین ښار دی اعلان کړی دی. دغه ښار د نیویارک په سوېلي برخه کې او له پنسلوانیا ایالت سره په پوله پروت ښار دی.  
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه