Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسي وګړو په ترکیه کې له نورو ډېر کورونه پېرلي

په اوکراین کې د جګړې او پر روسیې د بندیزونه لګولو له دوام سره هم‌مهاله د ترکیې په بېلابېلو ښارونو کې د کورونو پلور په چټکۍ سره غوړېدلی دی او روسي وګړي د کورونو پېرودونکو نوم‌لړ په سر ځای کې لري.

د ترکیې د احصایې سازمان د معلوماتو له مخې، روسي وګړو یوازې په اپرېل میاشت کې ۱۱۵۲ کورونه په ترکیه کې پېرلي په داسې حال کې چې روسانو په مارچ میاشت کې ۵۴۷ کورونه پېرلي وو.

همداراز، په ترکیه کې پر بهرنیو وګړو د کورونو پلور په اپرېل میاشت کې ۵۸ سلنه ډېر شوی دی.

له روسانو وروسته په ترتیب سره ایرانیانو او عراقیانو په ترکیه کې تر نورو ډېر کورونه پېرلي دي.

پر اوکراین د روسیې له برید او پر دې هېواد د بندیزونو له لګولو وروسته یو شمېر روسي شرکتونو او بډایه روسانو په بېلابېلو بهرنیو هېوادونو په تېره ترکیې او متحده عربي اماراتو کې د کورونو پېرلو ته مخه کړې ده.

د ورکړل شویو اطلاعاتو له مخې، د ترکیې استانبول هغه ښار دی چې تر نورو ډېر کورونه په‌کې پلورل شوې دي.

له روسانو وروسته په ترتیب سره ایرانیان او عراقیانو په ترکیه کې تر نورو ډېر کورونه پېرلي دي.

Thumbnail

په اوکراین کې د جګړې او پر روسیې د بندیزونه لګولو له دوام سره هم‌مهاله د ترکیې په بېلابېلو ښارونو کې د کورونو پلور په چټکۍ سره غوړېدلی دی او روسي وګړي د کورونو پېرودونکو نوم‌لړ په سر ځای کې لري.

د ترکیې د احصایې سازمان د معلوماتو له مخې، روسي وګړو یوازې په اپرېل میاشت کې ۱۱۵۲ کورونه په ترکیه کې پېرلي په داسې حال کې چې روسانو په مارچ میاشت کې ۵۴۷ کورونه پېرلي وو.

همداراز، په ترکیه کې پر بهرنیو وګړو د کورونو پلور په اپرېل میاشت کې ۵۸ سلنه ډېر شوی دی.

له روسانو وروسته په ترتیب سره ایرانیانو او عراقیانو په ترکیه کې تر نورو ډېر کورونه پېرلي دي.

پر اوکراین د روسیې له برید او پر دې هېواد د بندیزونو له لګولو وروسته یو شمېر روسي شرکتونو او بډایه روسانو په بېلابېلو بهرنیو هېوادونو په تېره ترکیې او متحده عربي اماراتو کې د کورونو پېرلو ته مخه کړې ده.

د ورکړل شویو اطلاعاتو له مخې، د ترکیې استانبول هغه ښار دی چې تر نورو ډېر کورونه په‌کې پلورل شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه