د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د بیزو چیچک ویروس خپرېدل د کابو کولو وړ دی او اړتیا ده چې د دې ویروس د خپرېدو راکمولو څرنګوالي لپاره ناستې ترسره شي.
دې سازمان د سهشنې په ورځ اعلان کړی دی چې د مې میاشتې له پیل راهیسي ۱۳۱ کسان پهدې ویروس اخته شوي او ۱۰۶ نورې مشکوکې پېښې هم ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په خبره، د بیزو چیچک ویروس خپرېدل په پراخ ډول راکم شوې دي.
د بیزو چیچک یوه خپرېدونکې ویروسي ناروغۍ ده چې د افریقا له لوېدیځو او مرکزي سیمو څخه خپره شوه او په وروستیو کې غیر افریقايي هېوادونو ته هم ورسېدله.
اوسمهال په اروپايي هېوادونو کې هم ګڼ شمېر خلک پر دې ناروغۍ اخته شوې دي.
په دې اړه مو اندونه