د امریکا په ټګزاس ایالت کې یوه وسلهوال پر یوه ښوونځي برید کړی او لږ تر لږه نولس زدهکوونکي او دوه ښوونکي یې وژلي دي.
د رویټرز خبري اژانس د ټګزاس ایالت د چارواکو په حواله د دې بریدګر نوم سالوادور راموس یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې اتلس کلن ځوان د سه شنبې په ماسپښین د تګزاس ایالت سویل اووالد ښار کې د راب په نوم لومړني ښوونځي برید وکړ.
ویل شوي سږ کال دا دویم برید دی چې پهدې هېواد کې له ۵ څخه تر ۱۱ کلونو پورې د لومړنیو ښوونځي پر زدهکوونکو بریدونه کېږي.
له دې پېښې وروسته د سپینې ماڼۍ تر د امریکا په ډېرو ادارو کې د دې پېښې د قرابانیانو په درناوي د امریکا بیرغ نیمه ځوړند شوی دی.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د دې پښې په غبرګون کې ویلي، د دې ورخت راسېدلی چې د هغو کسانو پر وړاندې ودرېږو چې د وسلو درلودو حق غوښتنه کوي.
ښاغلي بایډن امر کړی چې د شنبې ورځې تر پای پورې د امریکا بیرغ نیمه ځوړند شي.