Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نیپال کې د نسکورې شوې الوتکې له سیمې څوارلس مړي موندل شوي

په نیپال کې د پلټنې او ژغورنې ځواکونه وايي، په هغه سیمه کې چې پرون (یک‌شنبه) په‌کې له ۲۲ مسافرو سره یوه الوتکه نسکوره شوې وه، تر دې مهاله څوارلس مړي موندل شوې دي.

د تارا هوايي شرکت یوې الوتکې پرون (یک‌شنبه) په نیپال کې له هوايي ډګره له الوتنې شل دقیقې وروسته له رادار سره اړیکه پرې او او ورکه شوه.

د دې هېواد هوايي چلند ادارې یو ویاند وايي، د پاتې کسانو د پیدا کولو هڅې پیل شوي او د دې شونتیا ډېره لږه لېدل کېږي چې په‌دې پېښه کې به څوک ژوندي پاتې شوې وي.

د رویټرز خبري ا‎ژانس د راپور له مخې، دې الوتکې پرون د نیپال پلازمېنې کتماندو لوېديځ ۱۲۵ کېلو مټرۍ پوکارا ګرځندوی ښاره د جومسوم ښار پر لور الوتنه وکړه، خو د همالیا غرونو لړۍ په لمنو کې نسکوره شوه.

د تارا هوايي شرکت د معلوماتو له مخې، په دې الوتکه کې څلور هندي، دوه الماني او شپاړس نیپالي وګړي سپاره و چې ټول په‌‌دې پېښه مړه شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه