Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جرمني کې د تابعیت اخیستل؛ د ۲۰۲۱ کال نوملړ کې سوریه لومړی ځای لري

د سوریې پناغوښتونکي چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د المان وکړي توب ترلاسه کړی، د تېرو کلونو پرتله یې درې برابره زیاتوالی موندلی دی.

المان کې د بهرنیو وګړو د وکړیتوب د د ترلاسه کولو اړوند بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ چې ډېری دغه سوري وګړي د ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ له خپل هېواده تښتېدلي وو چې د المان له خوا واجد شرایط ګڼل شوي دي.

په ۲۰۲۱ کال کې جرمني کې د بهرنیانو منل، د تېرو کلونو پرتله شل سلنه زیاتوالی لرلی دی. په دغه کال کې لږ تر لږه ۱۳۱ زره او ۶۰۰ تنو په جرمني کې د دغه هېواد تابعیت ترلاسه کړی چې ۱۹ زره او ۱۰۰ یې د سوریې وګړي دي.

په ټولیزه توګه، په جرمني کې د یوه بهرني وګړي د منلو بهیر لږ تر لږه اته کاله وخت نیسي، خو نوي معلومات د دې ښودنه کوي چې سوریان د شپږو تر شپږ نیمو کلونو په لړ کې په دغه کار بریالي شوي دي.

تمه کېږي چې په جرمني کې د سوریې وګړو ته د تابعیت ورکړه په ۲۰۲۲ کال کې زیاتوالی پیدا کړي، ځکه دم ګړۍ ۴۴۹ زرو سوري وګړو د څه باندې شپږو کلونو په تېرولو سره جرمني کې حضور لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه