Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هند په درې ایالتونو کې سېلابونو ۵۰ تنه مړه کړي

د هندي چارواکو رویټرز ته ویلي دي چې په تېرو درې ورځو کې د هند په ختیځو او شمالي برخو کې د سېلابونو او د د ځمکې ښویېدنې له امله لږ تر لږه ۵۰ تنه مړه شوي دي.

دغه سېلابونه د موسمي بارانونو له اورښت وروسته په دغو سیمو کې راغلي دي چې په پایله کې یې د هند په ختیځو او شمالي برخو کې په سلګونه کلیو ته زیان رسېدلی دی.

د رویټرز په رپوټ کې راغلي دي د ژغورنې ډلې هڅه کوي چې په سېلاب ځپلو سیمو کې بند پاتې شوي کسان وژغوري.

ورته مهال یوه هندي چارواکي رویټرز ته ویلي چې سېلابونو او د ځمکې ښویېدنې تر ډېره د همالیان، اودیشا او اوتاراخاند ایالتونو ته زیان رسولی دی او یوازې په همالیان ایالت کې ۳۶ تنه مړه شوي دي.

ویل کېږي چې له دغو سېلابونو له امله په اودیشا ایالت کې ۸۰۰ زره کسان زیانمن شوي دي.

په سېلاب ځپلو ایالتونو کې د برېښنا او اوبو رسونې بهیر له ستونزو سره مخ شوی دی او او عمومي واټونه او سړکونه هم ویجاړ شوي دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه