Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مقتدي الصدر خپلو پلویانو ته: یو ساعت وخت لرئ چې زرغونه سیمه پرېږدئ

په بغداد کې د نویو ناارامیو په لړ کې، د عراق نفوذ لرونکي روحاني، خپلو پلویانو ته حکم کړی چې له زرغونې سیمې لېرې شي.

د اسوشېټډ پرس خبري اژانس رپوټ ورکړی دی چې ښاغلي الصدر په یوې ټلوېزیوني مرکه کې خپلو پلویانو ته په خطاب کې ویلي دي چې یو ساعت وخت لرئ چې دغه سیمه پرېږدئ او معترضانو هم له دغې وینا وروسته، د دغه امر پیروي کړې ده.

ورته مهال د عراق رسنیو رپوټ ورکړی دی چې له پارلمان او د بغداد له زرغونې سیمې څخه د معترضانو له وتلو وروسته، دغې سیمې ته بېرته ارامښت راستون شوی دی.

رپوټونه همدارنګه رسوي چې وضعیت د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دی.

په عراق کې ناارامۍ په داسې حال کې پراخې شوې دي چې د عراق ځواک لرونکي مشر مقتدی الصدر، د دوشنبې په ورځ له سیاست سره مخه ښه وکړه.

اسوشېټډ پرس لیکلي دي چې تراوسه په دغو ناارامیو کې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي او په لسګونه تنه نور ټپيان شوي دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه