د روسیې د ترهګرۍ ضد کمېټې اعلان کړی چې د کریمیا په پل کې د شنبې د سهار اور لګېدنه د یوه موټر بم د چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.
پهدې لاره کې دوه سړکونه د موټرو او د اورګاډي لپاره دي چې روسیه د کریمیا له ټاپو وزمې سره نښلوي.
روسیې دغه لاره په ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره د یوځای کولو وروسته جوړه کړه.
رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي چې د دې پل دوه برخې نړیدلې دي، خو د کریمیا والي ویلي، یوه لاره یې خوندي او د تګ-راتګ لپاره پرانیستې ده.
دا لاره د روسیې د پوځي ځواکونو لپاره چې په اوکراین کې په جګړه بوخت دي یوه مهمه لار ګڼل کېږي.
له چاودنې او اور لګېدنې وروسته د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت اعلان وکړ چې اور مړ شوی دی.
په همدې حال کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي یوه سلاکار د دې پېښې په تړاو ویلي، دا یو پیل دی. اوکرایني چارواکو په مستقیم ډول د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نهدی اخیستی.
رویټرز د اوکرایین د ولسمشر د دې سلاکار له قوله لیکلي: «هر څه چې غیر قانوني دي باید له منځه یوړل شي، هر څه غلا شوي باید اوکراین ته وسپارل شي او هر څه چې نیول شوي باید له منځه یوړل شي.»
د روسیې او اوکراین د جګړې له پیل وروسته، د روسیې پوځي ځواکونه د اوکراین په جنوب کې د پوځي تجهیزاتو د رسولو لپاره له دغه پله کار اخلي.
خو روسي چارواکو ویلي، د پله ویجاړې شوې برخې به ډېر ژر ترمیم شي.
په دې اړه مو اندونه