Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ترکیې په یوه کان کې د چاودنې له کبله ۴۰ کسان مړه شوي

د ترکیې برتین ښار د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه څلوېښت کسان مړه شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سولر په حواله زیاته کړې، په‌دې کان کې د بندو کسانو د راویستلو هڅې روانې دي او تر دې دمه یې ۵۸ کسان ژغورلي دي.

دا چاودنه د جمعې په ورځ داسې مهال رامنځ‌ته شوه چې په‌دې کان کې ۱۱۰ کسان په کار بوخت وو.

د ترکیې دا لوړپوړی چارواکی زیاتوي، په کان کې د اور لمبې په ډېرېدو دي او د ژغورنې ډلې هڅه کوي چې بند کسان وژغوري.

د برتین ولایت محکمې اعلان کړی چې د دې پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

ورته مهال، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د شنبې په ورځ به‌دې ولایت ته سفر وکړي. ښاغلي اردوغان له دې پېښې وروسته پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې هیله لري د دې پېښې قربانیانو شمېر لوړ نه‌شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه