Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د چین ولسمشر یو لیک کې له شمالي کوریا سره د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی

د شمالي کوریا دولتي رسنیو د یک‌شنبې په ورځ خبر ورکړی چې د چین ولسمشر شي جین‌پېنګ د شمالي کوریا رهبر ته په یوه استول شوي لیک کې د دواړو هېوادونو تر منځ د یووالي او همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

په‌دې لیک کې همداراز راغلي، له بل هر وخت اوس د چین او شمالي کوریا نږدې والی ډېر ارزښتمن شوی دی.

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې زیاته کړې، دا لیک د شمالي کوریا رهبر کېم جونګ اون ته د هغه تبریکي پیغام په ځواب کې لیکل شوی چې نوموړي د چین کمونېست ګوند کنګرې پرانیستې په مناسبت د چین ولسمشر ته استولی و.

ټاکل شوې شي جین‌پېنګ په‌دې کنګره کې د درېیم ځل لپاره د پنځوو نورو کلونو لپاره د حاکم کمونېسټ ګوند د مشر په توګه وټاکل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه