Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هند په کجرات کې د یوه پل نړېدو له کبله څه باندې ۱۳۰ کسان مړه شوي

د هند کجرات سیمه‌ییز چارواکي وايي، په‌دې ایالت کې د نړېدلي پل د قربانیانو شمېر ۱۳۴ کسانو ته رسېدلی دی.

دا پېښه د یک‌شنې په شپه د موربي په نوم ښار کې هغه مهال رامنځ‌ته شوه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۰۰ کسان د دیوالي په نوم دودیزو مراسمو د نمانځې په موخه د ۲۳۰ مټري پل پر سر ولاړ وو.

د څېړنې او ژغونې ډلې سیمې ته رسېدلي او د خلکو د ژغورلو هڅې یې پیل کړې دي.

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې دا پل په نولسمه پېړۍ کې د بریټانیا حکومت له لوري جوړ شوی و، خو په وروستیو کې له بیاروغونې وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوی و.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې ښايي د دې پېښې تلفات له دې هم ډېر شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه