Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا: د خاشقجي وژنې قضیه کې محمد بن سلمان قضايي مصوونیت لري

امریکا وايي، د وژل شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي په قضیه کې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان قضايي مصوونیت لري.

د لومړي وزیر څوکۍ ته رسېدل د محمد بن سلمان د مصوونیت اصلي دلیل ښودل شوی دی. د سعودي عربستان ولیعهد د روان زېږدیز کال په سپټمبر میاشت کې د سعودي د لومړي وزیر په توګه وګمارل شو.

د امریکا دا پرېکړه د سعودي ورځپاڼه لیکونکي د کوژدنې له تند غبرګون سره مخ شوه.

د جمال خاشقجي کوژدنې د دې خبر له خپرېدو وروسته پر ټویټر لیکلي  چې "جمال نن بیا ومړ" او فکر یې کاوه چې عدالت به وشي، خو پیسو ته لومړیتوب ورکړل شو.

جمال خاشقجي په ۲۰۱۸ کال کې د ترکیې په استانبول ښار کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې ووژل شو. د امریکا اطلاعاتي بنسټونه په‌دې باور دي چې د جمال خاشقجي د وژلو امر محمد بن سلمان کړی دی.

جمال خاشقجي په ۲۰۱۸ کال کې د ترکیې په استانبول ښار کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې ووژل شو.

Thumbnail

امریکا وايي، د وژل شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي په قضیه کې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان قضايي مصوونیت لري.

د لومړي وزیر څوکۍ ته رسېدل د محمد بن سلمان د مصوونیت اصلي دلیل ښودل شوی دی. د سعودي عربستان ولیعهد د روان زېږدیز کال په سپټمبر میاشت کې د سعودي د لومړي وزیر په توګه وګمارل شو.

د امریکا دا پرېکړه د سعودي ورځپاڼه لیکونکي د کوژدنې له تند غبرګون سره مخ شوه.

د جمال خاشقجي کوژدنې د دې خبر له خپرېدو وروسته پر ټویټر لیکلي  چې "جمال نن بیا ومړ" او فکر یې کاوه چې عدالت به وشي، خو پیسو ته لومړیتوب ورکړل شو.

جمال خاشقجي په ۲۰۱۸ کال کې د ترکیې په استانبول ښار کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې ووژل شو. د امریکا اطلاعاتي بنسټونه په‌دې باور دي چې د جمال خاشقجي د وژلو امر محمد بن سلمان کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه