Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د چین یوې کارخونه کې اورلګېدنه؛ لږ تر لږه ۳۸ کسان مړه شوي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د چین هونان ولایت انیانګ ښار په یوې کیماوي توکو کارخونه کې د اورلګېدنې له کبله لږ تر لږه ۳۸ کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

رویټرز د دې ولایت د سیمه‌ییزو چارواکو په حواله زیاته کړې، دا اور د دوشنبې په ورځ سهار وختي ۰۴:۴۰ بجې لګېدلی او د اور وژنې ډله له درې نیم ساعتونو وروسته په کابو کولو توانېدلې ده.

تر دې مهاله د اورلګېدنې د څرنګوالي او دا چې څومره کسان بند پاتې دي، په اړه یې مالومات نه‌دي ورکړل شوي.

په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې د چین تیانجین ښار په کیمیاوي کارخونه کې د چاودنې پر مهال ۱۷۳ کسان مړه شوي و چې ډېری قربانیان یې د اور وژنې ډله وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه