Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین کې د وروستیو لاریونونو د څېړنې پيل

د چین د پولیسو ځواکونو په دغه هېواد کې د وروستیو پراخو لاریونونو د څېړنې له پيله خبر ورکړی دی.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د کورونا له نوې څپې سره د مبارزې لپاره د لګول شویو بندیزونو په وړاندې د چین د وګړو اعتراضونه له هغې وروسته پراخ شول چې د اورومچي ښار کې د اورلګېدنې په یوې پېښه کې لږ تر لږه لس تنه ووژل شول.

د راپورونو پر بنسټ، د اور وژنې ډله د کورونايي بندیزونو له امله نه ده توانېدلې چې په وخت ځان د اورلګېدنې ځای ته ورسوي.

ویل کېږي چې دغه اور لګېدنه د سین ګیانګ ایالت په اورومچي ښار کې په یوې ودانۍ کې رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې لس تنه وژل شوي او نهه تنه نور پټيان شوي دي. 

ورته مهال، ځينې لاریونوال وايي چې پولیس له هغوی سره په اړیکه شوي او د دغو لاریونونو په هکله د معلوماتو غوښتونکي شوي دي.

په پکن کې یوه لاریونوال چې وې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټزر ته ویلي دي:«موږ ټول د خپلو ګرځنده ټلېفونونو د اړیکو د حذفولو  په حال کې یوو. پولیس زښته زیات دي، پولیس زما د یوه ملګري د پېژاند د څېړنې لپاره راغلل او هغه یې له ځان سره بوت، نه پوهېږم ولې هغه یې څو ساعته وروسته ازاد کړ.»   

ویل کېږي چې پولیس د لاریونوالو د ګرځنده ټلېفونونو د څېړنې په هڅه کې دي چې پیدا کړي د ټلګرام له فېلتر ماتوونکو پروګرامونو استفاده کوي که نه؟ په چین کې له فېلتر ماتوونکي استفاده ناقانوني ده او همدارنګه د تلګرام له پیغام رسوونکي پروګرامه استفاده هم غیرقانوني ده.

خو د دوشنبې په ورځ په شانګهای کې د لاریون هېڅ نښه نه ده لیدل شوې، د دې سربېره، د ښار په بېلابېلو برخو کې پولیس پراخ حضور لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه