Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کنګو په پلازمېنه کې سېلابونو ۱۲۰ تنه مړه کړي

د کنګو ډیموکراټک جمهوریت پلازمېنه کینشاسا کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې په پایله کې لږ تر لږه ۱۲۰ تنه مړه شوي دي.

رویټرز په یوه رپوټ کې لیکلي چې دغې پېښې پلازمېنې ته زښته زیات زیانونه اړولي دي او په کنشاسا کې ډېری سړکونه تړل شوي دي.

د کنګو جمهوریت لومړي وزیر دفتر اعلان کړی چې د اصلي سړک پرانیستل درې تر څلور ورځې وخت ته اړتیا لري.

ورته مهال د کنګو د روغتیا وزیر ویلي ډېره شونې ده چې د مرګ ژوبلې شمېر لوړ شي.

د کنګو جمهوريت پلازمېنه په ۲۰۱۹زیږدیز کال کې هم د شدید باران له امله د سېلابونو شاهده وه چې لږ تر لږه ۳۹ تنه په کې مړه شوي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه