Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ترکیې خلک به سبا په ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو کې ګډون وکړي

د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې چې سبا (یک‌شنبې د مۍ په ۱۴مه) ترسره کېږي، درې نوماندان سره سیالي کوي.
 
د ترکیې اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان، د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند مشر کمال قلیچدار اوغلو او ښی اړخی ملتپال سیاستوال سنان اوغان به د ترکیې د یکشنبې ورځې په ټاکنو کې خپل بخت وازمويي.

رجب طیب اردوغان شل کاله په ترکیه کې سیاسي مزل کړی او اوس په دغو ټاکنو کې له سختې ازموینې سره مخ دی.

رجب طیب اردوغان له ۱۹۹۴ تر ۱۹۹۸ پورې د استانبول ښاروال و. په ۲۰۰۱ کال کې یې د پرمختګ او عدالت ګوند بنسټ کېښود او یو کال وروسته یې ټاکنې وګټلې. نوموړی له ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۴ کاله لومړی وزیر و او بیا ولسمشر شو. په ۲۰۱۶ کال کې له یوې ناکامې کودتا بریالی راووت.»

خو د هغه سیال کمال قلیچدار اوغلو د فساد ضد په شعارونو سره د رجب طیب اردوغان پر وړاندې ولاړ دی. د نظر پوښتنو له مخې قلیچداراوغلو تر اردوغان لږ مخکې دی.

کمال قلیچداراوغلو له ۲۰۰۷ کال راهیسې د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند مشر دی. دا تر ټولو پخوانی سیاسي ګوند دی چې د مصطفی کمال اتاترک لخوا تاسیس شوی. هغه د خپلې څېرې د ورته‌والي له امله د ترکیې د ګاندي په نوم هم یادېږي.»

د سیاسي چارو شنوونکی واحد فقیري وايي:«په ترکیه کې د سبا ورځې ټاکنې واقعاً تاریخ جوړونکې ټانکې دي دا یوازې په ترکیې اغېز نه لري بلکې د سیمې په ټولو هېوادونو یې لري.»

په ترکیه کې به له ولسمشریزو ټاکنو سره هم‌مهاله پارلماني ټاکنې هم ترسره شي. یو شمېر افغانان چې له کلونو راهیسې په ترکیه کې ژوند کوي، د دغه هېواد پارلماني ټاکنو ته درېدلي دي.
په ترکيه کې د افغانانو د ټولنو د پلټفورم رییس د هغو افغانانو شمېر چې د ترکیې په ټاکنو کې د رایې ورکولو حق لري، نږدې سل زره تنه اعلان کړی دی.

په ترکیه کې د افغانانو د ټولنې د پلټفورم رییس عبدالغفور توران څرګندوي:«موږ کابل سل زره افغانان د رایې ورکړې حق لرو. ان‌شاالله چې زموږ افغانان به ټول سره یوځای د رایو صندوقونو ته ولاړ شي.»

خو په دغه هېواد کې افغان کډوال له هر هغه نومانده چې د ټاکنو ګټونکی کیږي، غواړي چې په ترکیه کې د کارو بار او د اوسېدو په برخه کې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

ځينې افغانان پر دې باوري دي، چې د ترکیې د ټاکنو پایلې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو پر وضعیت اغېز  لري.

په ترکیه کې مېشت افغان محمد صادق وايي:«هغه هېوادوال چې دلته دي او ترکي پاسپورټ لري، کولای شي چې رایه ورکړي. هغه هېوادوال چې دلته دي غواړي چې ګټونکی نوماند د کډوالو ستونزې حل کړي.»

د ترکیې ټاکنې د امریکا او روسیې په ګډون د سیمې او نړۍ د هېوادونو لپاره مهمې دي. ظاهراً روسیه د ښاغلي اردوغان له تګلارو خوښه ده او امریکا د قلیچدار اوغلو مفکوره ستایي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه