Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په افغانستان کې په جنګي جنایت تورن اسټرالیايي سرتېري څخه پوښتنې او ګروېږنې

د اسټرالیا یوه قاضي ویلي چې یوه مخکېني اسټرالیايي سرتېري په افغانستان کې جنګي جنایت کړی دی.

دغه سرتیری رابرټز سمېت نومېږي او په افغانستان کې د جنګي جنایت په جرم د ځايي پولیسو له لوري تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دی.

د اسټرالیا فدرالي محکمې قاضي انټوني بسانکو وايي: «زما پایلو ته په پام، د دې قضيې په تړاو هر ډول اقدام او رسېدنه باید لغوه شي. په‌دې پړاو کې به زه خپل دلایل خپاره کړم، خو زه پوهېږم چې مشترک المنافع هېوادونه به په دې برخه کې د وړاندې کولو برنامې ولري.»

بل‌خوا د اسلامي امارت ویاند وايي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو جنګي جنایتونه د بشري حقونو، نړیوالو نرمونو او قوانینو خلاف دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «بهرني ځواکونه په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د خلکو په وژنو باندې بوخت وو او ټولې وژنې چې دوی کړي د بشري حقونو، نړیوالو نرمونو او قوانینو سره په ټکر کې دي.»

په ورته وخت کې د روزګان ولایت یو شمېر اوسېدونکي او د حقوقي چارو شنوونکي له نړیوالو محکمو غواړي چې په افغانستان کې د اسټرالیا د جنګي جنایتونو عاملین محاکمه کړي.

دغه اوسېدونکي غوښته کوي چې باید قربانیانو ته يې تاوان ورکړل شي.

د روزګان ولایت اوسېدونکی عبدالقوي وايي: «څو کاله وړاندې زموږ په سیمه کې د اسټرالیايي ځواکونو له لوري هوايي عملیات تر سره شول چې په پایله کې يې زموږ ډېر دوستان له لاسه ورکړل او په شهادت ورسېدل.»

د حقوقي چارو شنونکی محمد اصف فقیري وايي: «د غرامت ترلاسه کولو لپاره یا يې په تړاو د نړیوالو محکمو دایرول، په حقیقت کې په افغانستان کې د ټولنیز عدالت تر ټولو بنسټیز اصل به په راتلونکي حقوقي نظام کې وي.»

تر دې مخکې اولیور شولز لومړنی اسټرالیايي سرتېری و چې په ۲۰۱۲ کال کې په روزګان ولایت کې په جنګي جرمونو او د یوه افغان په وژلو تورن شوی.

د اسټرالیا د ځانګړي څېړونکي دفتر خبر ورکړی چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو تر ۴۰ ډېرې قضیې د څېړلو په حال کې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه