Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سعودي بهرنیو چارو وزیر د خپلواک فلسطیني دولت جوړېدو غوښتونکی شو

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر، فیصل بن فرحان آل سعود د یوه خپلواک فلسطیني دولت غوښتونکی شو او د اسراييل او فلسطین ترمنځ د ترینګلتیاو د پایته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.

فیصل بن فرحان آل سعود چې په ریاض ښار کېد نړۍوال اقتصاد په یوه غونډه کې خبرې کولې و ویل، د فلسطین او اسراييل ترمنځ د ترینګلتیاو پایته رسېدل د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دي.

هغه و ویل: «دا په سیمه کې د ټولو په ګټه ده. زموږ په ګټه، د فلسطنیانو په ګټه، د  اسراييلو په ګټه او د نړۍوالې ټولنې په ګټه ده. چې موږ په یو ځل د تل لپاره د دې موضوع حل و مومو.»

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر دا خبرې وروسته له هغې کوي چې په غزه کې د روانو جګړو له پیل راهیسې ۳۴ زره فلسطنیان وژل شوي او څه باندې ۷۷ زره نور ټپیان دي.

د دغو جګړو په پایله کې د غزې کابو ټول دوه اعشاریه درې میلیونه نفوس بې ځایه شوی دی.

له دې سره سم، ایران یو ځل بیا له فلسطنیانو خپل ملاتړ اعلان کړ.

د افغانستان لپاره د ایران سفیر او د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي، حسن کاظمي قمي له طلوع نیوز سره په ځانګړو خبرو اترو کې ویلي، اسراييل په فلسطین کې د بې ثباتۍ اصلي لامل دی.

په افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي و ویل: زموږ د لویدیځې اسیا په سیمه او یا هم د منځني ختیځ په نوم په سیمه کې دوه پدیدې د بې ثباتۍ، ناامنۍ، ستونزو، ننګونو، جګړې او تباهۍ د رامنځته کیدو لامل ګرځي. د بیت المقدس نیواکګر رژیم او بل د دې لپاره د امریکا بې بنسټه ملاتړ دی.

په سلګونو فلسطیني محصلینو یو ځل بیا د امریکا په یو شمېر پوهنتونونو کې مظاهرې وکړې او د غزې په تړانګه کې یې د جګړې د پایته رسېدو غوښتنه وکړه.

لاریون کووونکي وینسنټ دوهر و ویل: "زه فکر کوم چې دلته زموږ هوډ پیاوړی دی او په غزه کې د سمدستي او دایمي اوربند غوښتنه مو پیاوړې ده."

یو بل لاریون کوونکي ریم و ویل: «په غزه کې هیڅ پوهنتون نه دی پاتې. تاسو پوهېږئ، موږ د محصلینو په توګه د هغو محصلینو احساس درک کوو چې وايي: "زه د پوهنتون په دریم کال کې وم او اوس به هیڅکله فارغ نه شم. اوس زما کور بمبار شوی، پوهنتون مې بمبار شوی دی." او ان د یو انسان په توګه، زه په صادقانه توګه حیران یم چې څنګه دلته ډیر خلک لاریون نه کوي."

پولیسو، لاریون کوونکي منع کړي او په دې وروستیو کې یې تر دوو سوو زیات لاریون کوونکي نیولي هم دي.

د غزې تړانګې د اوسېدونکو له خوا د دغو لاریونونو پراخ هرکلی شوی دی.

یوه بې کوره شوي فلسطیني، تکفیر حمید ابو یوسف وویل، "موږ په ټولو پوهنتونونو کې د ټولو هغو محصلینو ملاتړ کوو چې زموږ ملاتړ کوي." دوی د عدالت په لور ولاړ دي، چې غزه زموږ فلسطین دی.»

د فلسطین بې ځایه شوي مشر صلاح اسکیک و ویل: دا د امریکا د محصلینو او په ځانګړې توګه د پوهنتونونو محصلینو ته د مننې پیغام دی چې د فلسطین د خلکو ملاتړ کوي او پر غزې د دغه یرغل د پای ته رسیدو غوښتنه کوي.
تر دې دمه د حماس غورځنګ او اسراييل ترمنځ خبرې بې پایلې دي. 
 
شریک یي کړئ