Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملګرو ملتونو سرمنشي د حماس او اسراییل ترمنځ د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوترش وايي، د غزې د اوسېدونکو وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی.

ښاغلی ګوترش زیاتوي چې د مرستندویه کارکوونکو د امنیت نشتوالی د غزې د تړانګې اوسېدونکو ته د بشري مرستو د رسولو پر وړاندې یو له اصلي خنډونو دی.

هغه یو ځل بیا د حماس غورځنګ او اسراییل تر منځ د سمدستي اوربند او د اسراییلي یرغمل شویو بندیانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتو د سرمنشي دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې د غزې پر تړانګې د اسرایيلو بریدونو هره ورځ د دغه ښار اوسيدونکي وژني.

د غزې اوسېدونکې ام فيض ابو طه و ويل: "ټوله نړۍ ګوري چې زموږ سره څه کېږي. دوی خبرې اترې ترسره کوي؛ خو موږ احساس کوو چې دا ټولې خبرې بې ګټې دي. موږ ته پر لږ رحم پام وکړئ. له خدایه ووېرېږئ موږ د جګړې د پایته رسولو لپاره ډېر څه نه غواړو."

په دې وروستیو کې د اسراییلو لومړي وزیر ټینګار کړی چې د اوربند له هوکړې سره یا پرته به د غزې د تړانګې په سویل کې پر رفح سیمه برید وکړي.

اسراييلي ځواکونو هم ویلي دي چې د رفح په سیمه د برید لپاره تیاری نیسي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو و ویل: "زه غواړم تاسو ته ډاډ درکړم چې هیڅ اقدام به د حماس غورځنګ د ترهګرو پروړاندې زموږ د جګړې موخو ته د رسېدو لپاره د اسراییلو وسپنیز هوډ اغیزه ونه کړي. موږ به خپل ټول برمته شوي خوشي کړو او ډاډه ترلاسه کړو چې غزه به بیا هیڅکله د اسراییلو لپاره ګواښ نه وي.»

اسراييلي قومندان عفرات و ویل: "په تېره اونۍ کې، موږ د تجهیزاتو چمتو کولو لپاره د ټولو ځواکونو چمتووالی زیات کړی او ډاډ مو ترلاسه کړی چې دوی د ځمکنیو عملیاتو د لومړۍ ورځې په څیر چمتو او اغېزناک دي."

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال وېدانت پټیل و ویل: «رفح هغه سیمه ده چې له یو میلیون تنو زیات کډوال لري. دا هغه سیمه ده چې د بشردوستانه مرستو او همدارنګه د بهرنیو وګړو لپاره د خوندي وتلو یوه مهمه وسیله ده. له همدې امله، هر ډول پوځي عملیات چې زموږ ځینې کلیدي اندیښنو ته ځواب نه ورکوي زموږ له خوا به یې خامخا مخالفت کیږي."

په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر جوبایډن ډاډ ورکړی چې په رفح کې به د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره له یوه غوره پلان پرته د اسراییلو د پوځي عملیاتو ملاتړ ونه کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي یو ځل بیا د حماس غورځنګ او اسراییل تر منځ د سمدستي اوربند او د اسراییلي یرغمل شویو بندیانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه