Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حماس غورځنګ د اوربند وړاندیز منلی خو اسراييل مخالفت کوي

حماس غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په غزه کې د اوربند په اړه یې د مصر او قطر وړاندیز او د اسراييلي برمته شویو خوشې کول یې منلي دي.و په دې وروستیو کې اسراييلو یو ځل بیا پر رفح چې د غزې سویل ته پرته سیمه ده، خپل بریدونه زیاته کړي دي.
پر غزې تړانګې د اسراييل د بریدونو د قربانیانو شمېر بیا ۳۴ او ۷ سوه ته پورته شوی دی.

د غزې تړانګې اوسېدونکي ریم قشتا و ویل: «دغه نوی زیږیدلی ماشوم په جګړه کې پیدا او جګړه کې و وژل شو. تر هرڅه لومړی یې مور، پلار، عمه، او کاکا زامن و وژل شول. خاله او کاکا مې ترې ساتنه کوله، هغه تېره ورځ و وژل شو.»

د غزې اوسېدونکي پر نړۍوالو غږ کوي چې دغه وضعیت ته په کتو اعتراض وکړي او غږ پورته کړي.

دغه برید وروسته له هغې کیږي چې اسراييلي ځواکونو د رفح ښار په ختیځ کې له اوسېدونکي غوښتي چې دغه سیمه پریږدي.

یوه فلسطینۍ بې ځایه شوې، رحمه نصر وايي : «ټول خلک وژل شوي دي. له موږ څه غواړي؟ خدای زموږ لپاره بس دی او زموږ غوره ملاتړی دی. خدای دې زموږ غچ له اسراييلو واخلي. زموږ بچي یې و وژل او حلال یې کړل.»

اخوا، د اسراييل د جګړې کابینې پر حماس غورځنګ بریدونه ځکه زیات کړي چې پر هغوی فشار راوړي څو برمته شوي کسان ازاد کړي.

د اسراييل د پوځ ویاند، دانیال هاګاري، و ویل: «موږ هر ځواب ارزو او په ځانګړې توګه مذاکرات او د یرغمل شویو بېرته اصلي ستنول ستاسې اصلي دنده ده. موږ دغې جګړې ته دوام ورکوو.»

له دې سره سم، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو ځوابونو ته په تمه دی او ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغانو د فلسطین له لوري د اوربند د منلو هرکلی کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه