Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حماس او اسراییلو ترمنځ اوربند لپاره د امریکا هڅې

امریکا وایی د اسراییل او حماس ترمنځ اوربند لپاره هڅې کوي. 

سپینې ماڼۍ د حماس او اسراییلو ترمنځ د خبرو اترو بې پایلې پای ته رسېدل د اندېښنې وړ بللي او زیاته کړې یې ده چې امریکا باور لري چې دغه اختلافونه حل کیږي. 

د سپینې ماڼۍ ویاند، جان کربي وویل: « موږ سخت کار کوو چې دواړه خواوې په خبرو کې ښکیلې وساتو.»

حماس بیا د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د اوربند خبرو اترو لپاره د خپلې تګلارې په اړه به یو ځل بیا سلا مشورې وکړي.

د اسراییلو له لوري د مصر او غزې ترمنځ د رفح پر سرحدي ښار تر برید وروسته، ملګرو ملتونو هم اعلان کړی چې ښایي څو ورځو کې غزې ته د بشري مرستو لېږد ودریږي. 

د پنجشنبې په ورځ قاهره کې د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو خوشې کولو په اړه خبرې اترې ځکه بې پایلې پای ته ورسیدې، چې اسراییلو د قطر او مصر په منځګړیتوب د اوربند وړاندیز د منلو وړ ونه وباله.

حماس غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: « اسراییلو د وړاندیز په ردولو سره… هر څه پیل ته وګرځول.»

د متحده ایالاتو د فشارونو سره سره، اسراییل وایي پر رفح ښار چې څه د پاسه یو میلیون فلسطیني بې ځایه شویو لپاره یوازینی پناه ځای دی، برید ته دوام ورکوي او زیاتوي حماس جنګیاليو دغه ښار کې پنا اخیستې.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې روغتیایي مسوولین وایي، دغه جګړه کې نږدې ۳۵زره کسان وژل شوي دي.

شریک یي کړئ