غزې تړانګه کې د جګړې په لړ کې، د اسراییلو لومړی وزیر، بنیامین نتنیاهو وایي، د خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو اجازه به ورنکړي.
بنیامین نتنیاهو وایي، غزې تړانګه کې د خپلواک دولت جوړولو لپاره له دغه ښاره د حماس لمنځه وړل پکار دي.
هغه په دې اړه وویل: « موږ دوی ته د یوه ترهګریز حکومت د جوړولو اجازه نه ورکوو، چې له هغه ځایه پر موږ بریدونه وکړي.»
د اسراییلو دفاع وزیر هم وویل:« تر هغو چې حماس په غزه کې د ملکي وګړو پر ژوند کنټرول لري، ښايي بیا جوړ او پیاوړي شي. له همدې امله، د اسراییلو پوځ هغو سیمو کې جګړې ته مکلف دی چې مخکې یې عملیات کړي. موږ باید په غزه کې د حماس حکومت وړتیا لمنځه یوسو.»
غزې تړانګه کې د جګړې له پیله اووه میاشتې تېریږي او د هرې ورځې په تېرېدو سره د اسراییلو بریدونه زور اخلي او د دغه ښار له اوسېدونکو قربانۍ اخلي.
د غزې تړانګې اوسېدونکي، محمد فتح وویل: « موږ له ښوونځيو بې ځايه شوو، پر ښوونځيو يې ډزې وکړې، ښوونځي یې وسوځول او شهيدان مو په کوڅو کې پاتې شول. موږ د صلاح الدین په سرک کې ځوریږو. موږ په سختۍ سره دوه بورۍ اوړه ترلاسه کړل او زموږ جامې او د کور توکي وسوځیدل. له موږ سره ناوړه چلند شوی دی. زموږ په ولس رحم وکړئ. په کوڅو کې پراته شهیدان وګورئ. عرب هېوادونه چېرته دي؟ چېرته دي چې عربي هېوادونه زموږ تر څنګ ودریږي؟ موږ مړه یو.»
فلسطیني بې ځایه شوي، حسین جنید وویل: « موږ یې له شماله د غزې تړانګې ته و ایستلو. دلته دوی موږ په سړک کې وغورځولو. دوی زموږ کورونه په موږ وران کړل. زما څلور زامن شهیدان شول، کورونه مو وران شول.»
له بلېخوا د حماس د سیاسي دفتر رییس، اسماعیل هنیه وایي اسراییل د اوربند په خبرو اترو کې د بندښت مسوول دي.
د اسماعیل هنیه په خبره، د مصر او قطر له لوري د اوربند په چمتو شوي وړاندیز کې د اسراییلو اصلاحاتو، دغه خبرې اترې بندې کړي.
هغه زیاته کړه: « موږ په وروستي ځل د مصر او قطر وروڼو له خوا وړاندیز سره، چې د امریکا حکومت ته مالوم و او څارلی یې وو، خپله موافقه اعلان کړه. خو ښکیلاکګرو دغه وړاندیز ته په ځواب کې پر رفح یرغل وکړ او د غزې په ښار کې د جبالیه کمپ او زیتون سیمې ته ننوتل او په دې وړاندیز کې یې تعدیلات راوستل او په پایله کې یې د خبرې اترې د بندښت سره مخ کړې.»
په دې ورستیو کې بیا د حماس له لوري خپره شوې ویډیو ښیي چې د دغه غورځنګ جنګیالي د غزې په سوېل کې د زیتون سیمه کې پر اسراییلي پوځ بریدونه کوي.