Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ګڼو فلسطنیانو د اسپانیا، ناروې او اېرلنډ وروستۍ پرېکړه وستایله

ګڼ شمېر فلسطیني وګړو د خپلواک دولت په توګه د فلسطین رسمیت پېژندلو په تړاو د ناروې، اسپانیا او اېرلنډ د پرېکړې هرکلی وکړ. 
 
تر دغې پرېکړې وروسته د هغو هېوادونو شمېر چې فلسطین په رسمیت پېژني، څه د پاسه ۱۴۰ ته ورسېده.

د غزې تړانګې اوسېدونکي، یاسر تایم وویل: « موږ د اروپایي هېوادونو له لوري د فلسطین د رسمیت پېژندلو درناوی کوو. موږ د دغه خوځښت هرکلی کوو. دا چې موږ غزه کې د جګړې په لمبو کې ژوند کوو، د نړۍ له لویو قدرتونو غواړو چې زموږ په خوا کې ودریږي او دغه جګړه پای ته ورسوي. زموږ د خلکو بې ځایه کېدو ته د پای ټکې کیږدي او د اسراییلو تېری بند کړي.»

اردن، فرانسې، پولنډ او ځینو نورو هېوادونو هم د دغې پرېکړې هرکلی کړی او دا یې نړۍ کې د سولې او ثبات لپاره یوازینۍ لار بللې ده. 

د اردن بهرنیو چارو وزیر، ایمن صفدي وویل: « موږ د فلسطین د حکومت رسمیت پېژندلو په برخه کې د ناروې او اېرلنډ د پرېکړې هرکلی کوو او نور اروپایي هېوادونه به هم په نږدې ورځو کې همدا کار وکړي.»

د پولنډ بهرنیو چارو وزیر، رادوسلاو سیکورسکي هم وویل: « پولنډ د ځینو نورو هېوادونو سره یوځای د څو لسیزو راهیسې فلسطین په رسمیت پېژندلی دی او د فلسطین د وضعیت لوړولو لپاره یې مثبته رایه ورکړې ده.» 

د فلسطین د ولسمشر ویاند، نبیل ابوردینه بیا وویل: « نن د درېیو مهمو اروپایي هېوادونو له لوري د سولې او د نړۍوالو قوانینو لمخې د دوو هېوادونو (اسراییل او فلسطین) لپاره حل لارې پیداکولو په موخه د فلسطین په رسمیت پېژندل ډېر مهم دي. موږ هیله من یو چې نور اروپایي هېوادونه هم همداسې وکړي ځکه نړۍ کې د سولې ته د رسېدو لپاره دا یوازینۍ لاره ده.»

تېره ورځ قطر او ترکیې هم د ناروې، اسپانیا او اېرلنډ د دغې پرېکړې هرکلی کړې و او دا یې سیمه کې سولې ته د رسېدو لپاره مهم ګام بللی و.

شریک یي کړئ