امریکا وایي اوکراین ته به د ۲۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو یوه نوی جوپه واستوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن ویلي: « دغه مرستې اوکراین سره خارکېف ته نږدې د روسیې د برید ځوابولو په موخه د مرستې لپاره زموږ د هڅو یو برخه ده.»
انتوني بلینکن دغه راز ویلي، دا د مرستو دغه جوپه به ژر تر ژره د اوکراین خلکو ته ورسیږي.
بلینکن افزوده که «کمکهای بستههای قبلی به خط مقدم رسیده است و ما این کمکهای جدید را در سریعترین زمان ممکن منتقل خواهیم کرد تا ارتش اوکرایین بتواند از آن برای دفاع از خاک خود و محافظت از مردم اوکرایین استفاده کند.»
هغه په دې اړه زیاته کړه: « د مخکنیو مرستو جوپو لومړۍ کرښې ته رسېدلې او دغه تازه مرستې به ژر تر ژره واستوو څو اوکرایني ځواکونه وکولای شي په دې سره له خپلې خاروې او خلکو د دفاع او خوندیتوب په موخه کار واخلي.»
بلینکن څرګنده کړه چې امریکا د روسیې پر وړاندې له خپلې خاورې د دفاع لپاره د اوکراین له خلکو سره دریږي.
پر اوکراین د روسیې له بریده راپدېخوا، امریکا اوکراین ته د ۵۱ میلیارده ډلرو په ارزښت پوځي مرستې رسولې دي.
په دې اړه مو اندونه