د پاکستان پخوانی لومړی وزیر، چې دا مهال په بندخونه کې دی، وایي، د یوه بندي له بنسټیزو حقونو محروم دی.
عمران خان وایي، اوسني چاروکي یې د روحي ماتې لپاره رواني لارې چارې کاروي.
خان زیاتوي: « زه په یوه وړوکي جلا ځای کې چې معمولاً د ترهګرو لپاره وي، ځان بندي وینم. چارواکي غواړي ما داسې څرګند کړي. زه د بندي له اساسي حقونو محروم یم، دوی زما د روحي ماتې لپاره رواني تکتیکونه کاروي، خو زما ایمان په الله دی زما زړه قوي ساتي. ځان له تمرین او مطالعې سره بوختوم.»
عمران خان په بندخونه کې له یوه بریټانیوي خبریال سره پرلیکه مرکه کې د خپل اوسني حالت مسوول د دغه هېواد د پوځ پخوانی لوی درستیز، قمر جاوید باجوه یاد کړ او په خبره یې، قمر جاوید باجوه د نوموړي د بندي کېدو پلان جوړ کړی و.
دغه مرکه زندان کې د عمران خان لومړۍ مرکه بلل کیږي.
عمران خان وویل: « جنرال باجوه په یوازې ځان امریکا په څېر هېوادونو ته داسې خبرونه خپاره کړل چې ګواکې زه د امریکا په خلاف یم او نه غواړم له دوی سره اړیکې ولرو. هغه خبر چې روسیې ته زموږ سفر یو اړخیزه او بې له مشورې وه، سم نه دی. دا یوه ټولیزه پرېکړه وه او د ډېرو خبرو وروسته وشوه. داسې حال کې چې هغه دا چاره زما لخوا د امریکا پر خلاف شریکه کړې وه. خدای پوهیږي چې هغه نورو هېوادونو ته څه دروغ ویلي.»
د هغه په خبره، د جنرال باجوه زیانمنې کړنې به لنډمهاله اغېزې ولري خو په خبره یې دوام به ونکړي.
عمران خان د پاکستان اوسنی حکومت نامشروع بولي او وایي، د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ - نواز ګوند ټاکنو کې یوازې ۱۷ څوکۍ ګټلي.
عمران خان زیاته کړه: « دا یوازې زما نظر نه دی، له هر پاکستاني وپوښتې، دوی به درته ووایي چې، دا حکومت مشروع نه دی. زما د ګوند ځپلو په موخه د دوی هڅو سره سره، ښکاره بریا ترلاسه کړه.»
د پاکستان دغه پخواني لومړي وزیر ویلي، نړۍ باید د پاکستان د ۲۵۰ میلیوني نفوس د راتلونکي او ډیموکراسۍ لپاره غږ پورته کړي.
ښاغلي خان څرګنده کړه: « دا زما مسله نه ده، دا د ډیموکراسۍ او د ۲۵۰ میلیونه خلکو د حق ټاکلو مسله ده. چوپتیا حاکمه ده، داسې حال کې چې نارینه، ښځې، او ماشومان وژل شوي، تښتول شوي، او شکنجه شوي دي. یوازې یو سیاسي ګوند له هرې ممکنې لارې مخه ګرځول کیږي. دې وروستیو کې زما د اطلاعاتو پر مسوول د سړک په غاړه برید وشو. د اېکس په څېر شبکه پاکستان کې له میاشتو راهیسې بنده شوې. پر ټلویزون زما نوم یادول منع شوي دي. زما اساسي مشران ټلویزیونونو ته نه پرېښودل کیږي. هر ګوند دغه ټاکنې په تاریخ کې ناوړه ټاکنې بولي. ټاکنې باید په یوه هېواد کې ثبات رامنځته کړي.»
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر، عمران خان او مېرمن یې، بشرا بي بي د دولتې ډالیو پلورلو په جرم په ۱۴کاله بند محکوم شوي دي.
بل لور ته، عمران خان او د پاکستان بهرنیو چارو پخوانی وزیر، شاه محمود قریشي د دولتي محرمو اسنادو د خپرولو په جرم په لس کاله بند محکوم شوی دی.