Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسراییلي ځواکونو د څلورو یرغمل شویو د ژغورنې عملیاتو کې ۲۰۰ فلسطینیان وژلي

غزه کې د یرغمل شویو خوشې کولو علمیاتو پر مهال د اسراییلو په برید کې ۲۰۰ تنه فلسطیني وګړي وژل شوي دي.

مرکزي غزه کې د النصیرات پر پنډعالي تېره ورځ (شنبه د غبرګولي ۱۹مه) دغه برید کې نږدې ۴۰۰ تنه ټپیان شول.

د فلسطیني چارواکو په خبره، دغه برید تېرو اتو میاشتو کې تر ټولو مرګونی برید و. 

د غزې اوسېدونکي وایي، اسراییلي ځواکونو دغه ځای کې ډېر خلک په مرمیو و ویشتل. 

د غزې اوسېدونکي، احمد و ویل: « دوی (اسراییلو) ښځو او ماشومانو ته  اجازه ورکړه چې دغه ځای ته ننوځي او بیا یې دغه پنډعالی و ویشت. تر ۶۰ زیات شهیدان شول. پوهیږئ؟ موږ نه پوهېدو چې کوم جسد د چا دی؟ هرڅوک ټوټې ټوټې و هیڅوک هم یوځای نه وو. د محمد مور او پلار یې ټوټه ټوټه کړل.»

د غزې یو بل اوسېدونکي هم وویل: « موږ کور کې ناست وو چې راکټ ولګید. زما دوه د تره زامن و وژل شول او دوه نور د تره زامن مې سخت ټپيان شول، دوی هیڅ هم نه وو کړي، یوازې کور کې ناست وو.»

د دغو اوسېدونکو په خبره، خلک پر سیمه د اسیراییلي ځواکونو د بریدونو پر مهال لوی اختر ته پر چمتووالي بوخت وو. 

دغه بریدونه داسې مهال ترسره کيږي چې غزه کې د امریکا په ګډون د ځینو هېوادونو له لوري د اوربند لپاره هڅې روانې دي.

د دغو اوسېدونکو په خبره، خلک پر سیمه کې د اسیراییلي ځواکونو د بریدونو پر مهال لوی اختر ته پر چمتووالي بوخت وو. 

شریک یي کړئ