Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر غزې تړانګې د اسراييل په تازه بریدونو کې ۳۸ تنه وژل شوي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، پر غزې تړانګې د اسراييل په بریدونو کې څه کم ۳۸ فلسطنیان وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان دي.

له دې سره سم، د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان کړی چې څه باندې ۸ زره هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځه کلونو کم دي، د شدیدې خوارځواکۍ له امله تر درملنې لاندې دي.

د غزې تړانګې اوسېدونکی، محمد وايي: «هغه څه چې دلته وشول هغه دا دي چې اسراييلي افسر راغی او د ټولو کورونو دروازې یې وټکولې او غوښتل یې چې کورونه تخلیه کړي او کورونه والوځوي. لامل یې څرګند نه دی. د عماد کور، چې زموږ ګاونډي دی، تخلیه شو او په درېیو پړاونو کې یې والوځوه.»

د غزې تړانګې یوه بل اوسېدونکي، ابوعوده و ویل: «هغوی پر کور برید وکړ او په کور کې یې هرڅه ته زیان واړوه، د کالو مینځلو ماشین، یخچال، او د ځان مینځلو ځای یې هم ویجاړ کړ، څه پکې نه دي پاتې. هغوی ترهګر دي او هیچاته ارزښت نه ورکوي.»

ورته مهال، د امریکا بهرنیو چارو وزیر وايي، حماس غورځنګ د اوربند طرحې په ځواب کې د ډیرو بدلونونو وړاندیز کړی دی.

 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن وايي: «تېره شپه موږ یو ځواب ترلاسه کړ. حماس غورځنګ د بدلونونو ډير وړاندیزونه پر میز ایښي دي. موږ د دغو بدلونونو په اړه بحث وکړ. تېره شپه مو له مصري همکارانو سره او نن مو د قطر له لومړي وزیر سره خبرې وکړې، ځينې یې د اجرا وړ دي خو ځینې نور یې د عملي کولو وړ نه دي.»

له دې سره سم، د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، په غزې تړانګه کې اته زره هغه ماشومان چې عمرونه یې له ۵ کلونو کم دي، له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د دغه سازمان رییس زیاته کړې چې د غزې ډیری اوسېدونکي د خوړو د کمښت له فاجعې ډک وضعیت کې ژوند کوي چې قحطۍ ته نږدې دي.

ټېډروس ادهانوم، د خوړو نړۍوال سازمان رییس و ویل: «څه باندې ۸ زره هغه ماشومان چې له پنځوو کلونو یې عمر کم دی، له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي او تر درملنې لاندې دي. په دوی کې یو زرو او ۶۰۰ داسې ماشومان دي چې له ډيرې شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي. موږ روغتیايي خدمتونه ځکه نشو وړاندې کولای چې د پاکو اوبو نشتوالي،  د خوارځواکۍ ګواښ د پام وړ زیات کړی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د حماس او اسراييل ترمنځ د جګړو له پیله تر اوسه، څه باندې ۳۷ زره او ۲۰۰ فلسطنیان وژل شوي او نږدې ۸۹ زره کسان نور ټپیان دي.

د حماس او اسراييل ترمنځ د جګړو له پیله تر اوسه، څه باندې ۳۷ زره او ۲۰۰ فلسطنیان وژل شوي او نږدې ۸۹ زره کسان نور ټپیان دي.

شریک یي کړئ